top of page
Newspaper

Media Appearances

ادبي څراغ (اوله او دويمه برخه)

ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه

د هر مور پلار دا خواهش وي چې اولاد يې ډاکټر، انجنئير، سائنسدان يا بل کوم لوے سړے جوړ شي. دا نۀ ګوري چې په بچي بچۍ کښې يې کوم فطري صلاحيتونه دي، د بچو خپل مېلان کوم خوا ته دے. خو ځينې بچو ته الله پاک د کمال پوهه او صلاحيتونه بخښلي وي، هغه که د خپل خواهش په ضد هم وغواړي او کومه د تګ لاره هم چوڼ کړي نو هلته د خپل ستر همت،حوصلې، شرافت او د مور پلار د احترام په اساس خپل ټاکلي لوړ مقام ته په اسانتيا سره رسېدلے شي. هم دغه رنګ د تاجزۍ لکي مروت د پسمانده خاورې اوسېدونکے، د سادات خاندان چشم و چراغ ، سيد چراغ حسېن شاه هم د خپل پلار بزرګوار په وېنا د لسم نه پس د پري مېډيکل انتخاب وکړ، او داسې بيا مېډيکل ته منتخب شۀ، موصوف نۀ يواځې اېم بي بي اېس ډاکټر جوړ شۀ بلکې د اېم اېس په عهده ريټائر شۀ.

چونکې د ډاکټر چراغ حسېن شاه خپل پسند د ارټيس مضمون وۀ نو ځکه يې د ډاکټرۍ سره سره خپل ځان د پاکستان په کچه يو ستر اديب هم ثابت کړۀ او تر دې دمه يې په بېله بېلو موضوعاتو دولس د نثر کتابونه په منظرِ عام راغلي دي او دغه هومره يې د چاپ په انتظار هم پراتۀ دي،

ښاغلے ګل محمد بېتاب چې په خپله هم د نثر په حواله يو لوړ مقام لري هغه په خپل کتاب( تاريخي مرکې) کښې په صفحه نمبر ۳۰۷ د مرکې په تمهيدي کرښو کښې ليکي،

سيد چراغ حسېن شاه د يوۀ طبي ډاکټر نه زيات په اديب مشهور دے ځکه پرې اکثر خلق تېروځي چې ګني موصوف به په کومه علمي موضوع څېړنه کړې وي، خو داسې نۀ ده بلکې هغۀ په سکول او کالج کښې د سره پښتو وئيلې نۀ ده ځکه چې هغه وخت په سکولونو کالجونو کښې پښتو په نصاب کښې شامله نۀ وه..

ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه د ستمبر په وړومبۍ نېټه کال ۱۹۴۷ء کښې د لکي مروت چې هغه وخت د بنو تحصيل وۀ، په مشهور کلي تاجزۍ کښې په يوه شريفه علمي کورنۍ کښې زېږېدلے دے، د پلار بزرګوار نوم يې سيد حليم شاه وۀ، سيد حليم شاه په فوځ کښې کپتان وۀ او هغه وخت د نوکرۍ په سلسله کښې په پېښور کښې سره د بچو ميشتۀ وۀ. ځکه چراغ حسېن تر دريم جماعت پورې سبق په کېنټ پبلک سکول پېښور کښې وئيلے دے.

په کال ۱۹۵۱ء کښې د موصوف والد صاحب د فوځ څخه پنشن شۀ او خپل کلي تاجزئ ته په کډه لاړۀ.چراغ حسېن صرف يو کال په کلي کښې پاتې شۀ او ايله تر څلورم جماعت يې سبق په خپل کلي کښې ووئيلے شۀ ځکه چې د موصوف والد صاحب سيد حليم شاه يو واري بيا د فوځ په اداره(ارمي وېلفئېر) کښې په حېث د جنرل سېکتر وګمارلے شۀ او بنو ښار ته په کډه لاړۀ.

چراغ حسېن تر لسم جماعت پورې په اسلاميه هائي سکول بنو ښار کښې زدکړه وکړه چېرته چې په خوشبختۍ سره استاذ حسن علي شاه د موصوف د جماعت فارماسټر وۀ. حسن علي شاه د باچا خان پېروکار او د مشهور سرخپوش امير حمزه بابا زوے وۀ چې انتهائي خالص، مخلص، قابل انسان او د ظرافت او شرافت نمونه وه.چراغ حسېن د خپل قابليت او شرافت له برکته د استاذ موصوف منظورِنظر وۀ. چراغ حسېن د حسن علي شاه نه د طاهر کلاچوي په حقله صفت اورېدلے وۀ او دغسې يې د هغوي د شاعرۍ او شخصيت سره مينه پيدا شوې وه.

چراغ حسېن د اېف اېس سي سند د ګورنمنټ کالج بنو نه ترلاسه کړۀ، په مېډيکل کښې داخلې دپاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړۀ.

موصوف د نصابي کتابونو سره سره د اردو ، انګرېزي او پښتو ادب مطالعه هم جاري وساتله. چراغ حسېن د خپل وړومبي ليک محارک غني خان يادوي کله چې دے خپل ملګري انعام الله خان څوک چې د چارسدې د سيمې خان وۀ او د ارکيالوجي د شعبې استاذ وۀ، په کال ۱۹٦۵ء کښې د غني خان ملاقات له بيولے وۀ، هغه وخت غني خان د سختې بيمارۍ له امله په لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل وۀ. ډاکټر د غني خان د علم و فن او شخصيت څخه دومره متاثره شۀ چې د دۀ د ملاقات ټول احوال يې د اردو مضمون په صورت کښې قلم بند کړل، روستو يې دغه مضمون په لږ بدلون سره پښتو ته واړوۀ. په پښتو ليک موصوف په کال ۱۹۷۴ء کښې د محمد نواز طائر او د عبدالرحيم مجذوب په مشوره پئيل کړے وۀ خو اصل محرک يې عقاب خټک وۀ. چراغ حسېن وائي چې عقاب خټک د تاريخِ خټک د ليک په سلسله کښې زما د والد صاحب ملاقات له راغلے وۀ،هغه وخت زمونږ استوګنه بنو کښې وه، دوي دواړو چې کله د پير سباک په اړه خبرې کولې نو ما هغه وخت عقاب خټک ته وئيلي وۀ چې په پير سباک زما هم د ليک اراده شته، داسې زمونږ دواړو ترمنځه اړيکې جوړې شوې، موصوف زياتوي چې عقاب خټک د ډېرې سترې پوهې او مطالعې خاوند وۀ. دا خبرې د ګل محمد بېتاب په کتاب،تاريخي مرکې، کښې هم شته او ما هم د ډاکټر صاحب سره د لوے اختر په دويمه ورځ يوه اوږده مرکه ريکارډ کړې وه خو وړومبے حېثيت يې د بېتاب صاحب مرکې تا حاصل دے، ما د خپلې او د بېتاب صاحب دواړو مرکو نه استفاده کړې ده.

د ډاکټر چراغ حسېن د وېنا ترمخه دۀ ته د پښتو د وړومبي مضمون، تارخ رحمت خان ، املا خداے بخښلي رحمت الله درد سمه کړې وه، دغه مضمون په څۀ طريقه د عبدالحئ له نظره تېر شۀ هغۀ حبيب الله رفيع ته وئيلي وۀ چې نن د پښتو په چمن کښې نوې څانګه راوټوکېده، دعبدالحئ دغه تبصرې ماته غټه فائده او حوصله راکړې وه.

ډاکټر چراغ حسېن د نثر په حواله يو ستر مستند نوم دے، د هغۀ د مقالو، مضامينو، افسانو ، خاکو په هر يو ليک کښې د علم پلوشې برېښي، موصوف چې د کومې مسلې په حقله يا په کوم شخصيت هم قلم پورته کړے دے هغه يې د خپل نقطه نظر مطيع کړے نۀ دے بلکې د هغۀ د ټولو پهلوګانو يې ژوره مطالعه او مشاهده کړې ده، د هغۀ په شخصيت کښې يې خصوصي دلچسپي اخيستې ده، د هغۀ پټ اړخونه يې رابرڅېره کړي دي، موصوف بلند مرتبت شخصيتونه د خپل ليک موضوع ګرځولي دي، د يوۀ ماهر انځورګر په حېث يې د هغوي مکمله انځورګري د لفظونو په صورت کښې زمونږ په وړاندې ايښې ده، چراغ د يو مضمون نګار په حېث هم د روايتي جملو نه اجتناب کړے دے، د لفظونو د ګرانش او د جملو د پېچيدګيو څخه يې هم حتی الامکان ډډه کړې ده، خپل ليک ته يې رواني او سلاست بخښلے دے، درستې او عام فهمه محاورو، مانوس متلونو يې په تحرير کښې حسن ، دلکشي او دلچسپي پيدا کړې ده، اوږدې او ګرانې خبرې يې په لنډو او اسانو ټکو کښې وړاندې کړې دي. ډاکټر چراغ حسېن د پښتو ادب د ودې دپاره په زړۀ پورې قابلِ رشک کردار لوبولے دے، اګر که نن سبا د ادب د منظرِ عام څخه ډډه شوے دے ولې لس پنځلس کاله اګاهو ډېر فعال او متحرک وۀ، داسې به کومه رساله او مجله وي چې په هغو کښې به د موصوف تاريخي، علمي او تحقيقي مقالې نۀ چاپېدې، په پلوشه رساله کښې به د موصوف تاريخي ليکنې په تسلسل سره چاپ کېدې د کومو په وجه چې زما هم د تاريخ سره دلچسپي پيدا شوې ده، که زۀ راياد کړم نو هغه وخت د موصوف سره سره پروفېسر ربنواز مائل، غازي سيال، دروېش دراني، رحمت الله درد، عبدالکريم بريالے، عبدالرحيم مجذوب، محمود اياز، پروفېسر قاسم بنوي،سليم قرار، ګل محمد بېتاب، محب وزير،منيب راحل، دمساز شاهين، عادل صابوخېلوي او د نورو ګڼو مشرانو کشرانو ليکنې په نظر راتلې، خو د چراغ حسېن د ليک يو خپل منفرد انداز وۀ بېشکه چې د پښتو نثر چا د اردو سيال کړے دے نو هغه چراغ حسېن دے.

*ډاکټر چراغ حسېن په حقله ډاکټر حنيف خليل د دۀ په کتاب،،نګارشاتِ چراغ،،کښې په صفه نمبر ۵ ليکي،

ډاکټر چراغ حسېن په خپلو علمي ليکونو کښې ډېر فراخ او ګڼ اړخيز شخصيت لري، هغه په يو وخت د ادب په ډېرو اړخونو سره د تاريخ، علم الاساطير، تهذيب او تمدن،، بشرياتو، عمرانياتو، نفسياتو، مذهبياتو، تصوف او روحانياتواو فنونِ لطيفه د ګڼو ارخونو خوره مطالعه لري، او د خپلې دغه خورې مطالعې عکس او نقش په خپلو ليکونو کښې ډېر په خوږه پېرايه، ساده او سليسه ژبه، د زوردار بلاغت، پوره استدلال او منطق سره په يو ځانګړي اسلوب کښې وړاندې کوي او په خپل لوستونکي يو غېر معمولي اثر پرېږدي..

که چېرې څوک د ډاکټر چراغ حسېن ادبي مقام کتل غواړي چې هغه د ادب په کوم اهم ترين او لوړ مقام فائز دے نو د سليم قرار دغه اقتباس کوم چې د موصوف په کتاب،،سياسي ياداشتونه،،کښې په صفه نمبر ۷(د چراغ رڼا+د رڼا چراغ) د سر خط لاندې تحرير دے ، نه په اسانتيا سره اندازه لګولے شي، هغه ليکي.

ډاکټر چراغ حسېن شاه د پښتو ژبې يو ستر اديب ، نقاد، عالم، دانشور او د ګڼو کتابونو مصنف دے چې ليکونه او کتابونه يې زما په دې وېنا په خپله شهادت کوي او چې څوک يې په مجلس کښې علمي، ادبي، تاريخي خبرې واوري نو ورته پته ولګي چې زۀ چا سره خبرې کوم او څوک اورم، يا څومره لوے تخليق کار ، ليکوال، نقاد، عالم او دانشور نه مې د علم و ادب، تاريخ، د سائنس و حکمت او د فکر و دانش مغلغلرې خپل ذهن ته منتقلې کړې او په خبرو خبرو کښې مې د ذات د تنګې دائرې نه د کل عالم او ويړ کائنات په وسعتونو کښې په ناسته ناسته څومره اوږد سفر وکړۀ او د تخيل او تفکر د ډېرو ښېرازو معلوماتو او امکاناتو سره تر و تازه واپس راغلم، نو د داسې مکمل علمي کېفيت او تنقيدي بصيرت نه بهر پور شخصيت د خپل سماج ، خپل عصر او خپل تاريخ نه څنګه پئيل او بې بهره بلکې بې برخې پاتې کېدلے شي.

موصوف يو غېرمعمولي علمي شخصيت لوے اديب، سترګور نقاد او د تاريخ، تهذيب، فلسفي او سياست يو ډېر باخبره قاري او ناظر هم دے..

ډاکټر چراغ حسېن يو ډېر خوږ پوست مګر د حوصلې انسان دے، ملنساري، منکسرالمزاجي ، مستقل مزاجي او انساني مينه د دۀ په رګ رګ کښې خوره ده، ډاکټر په خپله يو شعر هم نۀ شي ليکلے يعني هغه شاعر نۀ دے. مګر ښۀ شاعران او نفيس خلق د موصوف کمزوري ده، ډاکټر خداے پاک شاعر ځکه هم نۀ پيدا کووۀ چې دا دومره زيات نثري تصانيف به چا کولے، شاعر خو په بنيادي توګه ډېر ښۀ نثر نګار نۀ شي کېدلے او چې په کومو شاعرانو مونږ د نثر بوج اچوو دا هم زياتې کوو ځکه چې نثر د منظوم ادب دښمن دے ، نثري ليکنې شاعري خوري ځکه اکثر شاعران د نثر څخه ډډه کوي. د نثر خپل خلق دي او د نظم خپل، ډاکټر چراغ حسېن سوچه نثر نګار دے د هغۀ په پښتو ژبه خصوصي احسان دے چې د طب سره سره يې د پښتو ادب خدمت له هم ملا وتړله او پښتو ژبه يې د نورو ژبو په نثر کښې سياله کړه.

ډاکټر چراغ حسېن د غزل په حواله د اميرحمزه خان شينواري او رحمت الله درد خوښ دي، نظم يې د عبدالرحيم مجذوب خوښ دے، خو د پير ګوهر د نظم دغه يو شعر يې په زړۀ ليک دے

ځار دې امريکه له روس او روس دې ځار له چينه شي

غواړمه چې ټوله دنيا مينه، مينه مينه شي

د اجمل خټک په دغه شعر هم مئين دے

چې نشه د استبداد لري په سر کښې

ماته يو دے که مغل دے که افغان

د بنوڅوالې لهجې تکړه شاعر ممتازعلي خان ممتاز ذکر ئې په خپل کتاب ،،سياسي ياداشتونه،، کښې د سابقه صدر ارواښاد غلام اسحاق خان په حواله په صفه نمبر ۱٦٦، په خصوصيت سره کړے دے هغه ليکي. د بنو د خلقو د غلام اسحاق خان نه دا ګيله ده چې دومره ډېره موده په حکومتي اهمو څوکيو پاتې کېدو باوجود د خپل کلي دپاره يې هېڅ څۀ نۀ دي کړي، سخت محنت، لياقت او ديانتداري د دوي د کاميابۍ راز وۀ د بنو د خلقو په دوي احسان نۀ وۀ خو د اجتماعي ښېګړې کارونه ورته کول په کار وو، د بنو نامتو مزاحيه شاعر ممتازعلي خان ممتاز د دۀ د کلي د سړک انځور ګري په خپل يو نظم ،،د اسماعيل خېلو سړک ،، کښې ډېر په رښتيني انداز سره کړېده، يو بند او مطلع يې دا ده

دې منګورۀ غوندې سړک ور بئېدلے دے

دا مې د صدر صاحب کلے دے

نۀ په کښې کاڼي نۀ بجري شته

نۀ يې مالي او نۀ سنتري شته

څۀ فاطمه خېلو څۀ سمال خېلو چلولے دے

دا مې دې صدر صاحب کلے دے

د موصوف هر معياري شاعر خوښ دے خو متشاعر يې بدې شي، مشاعرو له ډېر کم ځي . چراغ حسېن د خپل ښکلي او معني خېز نوم نه ډېره فايده پورته کړې ده او د څو کتابونو نامې يې د خپل تخلص سره ګنډلې ايښې دي، لکه دودِ چراغ، نګارشاتِ چراغ، او انوارِ چراغ. د موصوصوف تر دې دمه دولس کتابونه په منظرِعام راغلي دي، وړومبے کتاب يې دودِ چراغ دے په کوم کښې چې بېله بېلې تحقيقي مقالې، مضامين او خاکې شاملې دي. پير سباک او ساداتِ پير سباک په اردو ژبه ليکلے شوے تحقيقي کتاب دے دا کتاب په دويم ځل د موصوف مشر ورور سيد الطاف حسېن شاه د تذکرۀِ سادات پير سباک په نوم مرتب کړے او چاپ کړے دے. انوارِ چراغ، په تحقيقي مقالو مشتمل کتاب دے چې علمي او تنقيدي پنګه ده. نا ليدلې بلا، د موصوف د افسانو مجموعه ده چې هندي، اردو او انګرېژبو ته ترجمه شوې ده، د ناليدلې بلا په حقله موصوف وائي چې په هسپتال کښې يوې ډاکټرې په ما کښې دلچسپي لرله خو په ما ښه نۀ راتله،يوه بله ډاکټر چې زما يې ډېر قدر احترام کوۀ ما هغې ته د ناپسنديده ډاکټرې خبره وکړه چې دغه بلا هر وخت راپسې وي، هغې ووئيل چې دا خو ليدلې بلا ده خداے دې د ناليدلې بلا وژغوره، دغه نوم زما خوښ شۀ او په دغه نامه مې افسانه وليکله چې وروستو مې د کتاب نوم هم د دغې افسانې پهذنوم نا ليدلې بلا کښېښۀ. ژوندي خطونه، د هغه کتاب دے په کوم کښې چې د ډاکټر په نوم د حمزه بابا خطونه راغونډ کړي شوي دي. سياسي يادشتونه، کتاب کښې موصوف د خپلو خاطرو په صورت کښې د اهمو شخصيتونو حال بيان کړے دے. راځئ چې سېل وکړو، دا سفر نامه، چې د دوي د کلي د يو ۀ خوَړ ،ګمبيلې، د نوم نه شروع شوې ده او په ګلانډ ختمه شوې ده. د موصوف يو بل کتاب هم سفر نامه ده،د واديئې کاغان، ګلګت او هنزه سفرنامه. د استاذانو لعل کتي لعل، په لطيفو مشتمل يو دلچسپ کتاب دے. په تاريخي ، ارټ او هنر، ادب او تنقيد او علم الاساطير مبني کتاب چې نوم يې نګارشاتِ چراغ دے. Thoughful Reflections. An Anthology of wandering thought about Pashto and Pashtoon, دا په انګريزي ژبه د موصوف دولسم کتاب دے.

چراغ حسېن په رښتيا چراغ دے داسې چراغ چې د پښتو ژبې ادبي دنيا يې روښانه کړې ده، نن سبا په حيات اباد فېز 6 پېښور کښې استوګنه لري.

 

سکندر خان سکندر

image.png
image.png
  • Facebook
  • LinkedIn

©2024 by A. H. SHAH

bottom of page